د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې تېره ورځ د یوې ټرافیکي پېښې له امله اته کسانو ته مرګه ژوبلې اوښتې ده.

د رسنیو د معلوماتو له مخې دغه ټرافیکي پېښه تېروه ورځ د چهارشنبې په ورځ ناوخته په اله سای ولسوالۍ کې د یو فلانکوچ ډوله مسافر بري موټر د اوښتو په پایله کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي په دې پېښه کې د ۳ ښځو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي او ۳ نور پکې ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکي پېښې خورا زیاتې شوې دي چې له امله ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول او د سړکونو خرابوالی د دې پېښو له عواملو څخه شمېرل کېږي.