د طالبانو د اقتصاد وزارت خبر ورکړی دی چې روان کال د غیر دولتي موسسو د پروژو له لارې یې ۲۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابر کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اقتصاد وزارت مسولینو نن پنجشنبه د اګسټ په ۱ نېټه د خپل کلني راپورو د وړاندې کولو پر مهال وویل چې یوازې په روان لمریز کال کې په ټول هیواد کې لږ تر لږه ۱۳۳۸ پروژې په کار اچول شوي دي، چې ارزښت یې ۱.۸ میلیارده ډالره دی.

یاد وزارت څرګنده کړې ده چې د کورنیو او بهرنیو موسسو لپاره یې ۲۴ میلیونه ډالره  ګمرکي معافیت ورکړی دی.

د دې وزارت د کلني راپور له مخې په افغانستان کې ۲۴۷۷ غیر دولتي موسسې فعالې دي، چې پکې ۲۱۹۹ کورنۍ او ۲۷۸ بهرنۍ موسسې شاملې دي.

د اقتصاد وزارت چارواکوي ویلي دي چې په وروستي یو کال کې په هېواد کې ۱۵۹ کورنۍ او ۱۴ بهرنۍ موسسې ثبت شوي او خپل فعالیت یې پیل کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبان د یوشمېر کوچنیو پروژ په عملي کولو سره د خلکو په سترګو خاورې شیندې او د تېر حکومت د نیمګړو لویو پروژو په پلي کولو کې پاتې راغلي دي.