د ملګرو ملتونو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف د مور د شیدو د تغیې نړیوالې اوونۍ په مناسبت ویلي دي چې په نړۍ کې ۵۲ سلنه ماشومانو ته سالمې شیدې نه ورکول کېږي.

د ویلو ده چې نن پنجشنبه د اګسټ مېاشتې لومړۍ نېټه د مور په شېدو د ماشوم د تغذیې له نړیوالې اوونۍ سره برابره ده.

دغه سازمان د روغتیا نړیوال سازمان سره په ګډوه د همدې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د مور په شیدو د ماشومانو تغذیه کولای شي هر کال د څه باندې ۸۲۰ زره ماشومانو ژوند وژغوري.

د اعلامیې له مخې د روغتیايي نابرابرۍ کمولو، د بقا او د ژوندي پاتې کېدو په موخه د میندو او ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره د«اړين اقدام» په توګه د مور د شیدو د تغذيې ملاتړ ته وده ورکولو پر اړتیا باندې هم ټینګار شوی دى.

خبرپاڼه زیاتوي ۴،۵ میلیارده وګړي په ټوله نړۍ کې له اړینو روغتیايي خدمتونو برخمن نه دي نو له همدې امله، یونېسف او د روغتیا نړیوال سازمان څرګندوي چې ډیری مېرمنې ماشومانو ته په لازمه او ښه توګه د شيدو ورکولو لپاره اړین ملاتړ نه ترلاسه کوي.