د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي د هېواد نامتو لیکوال او سیاستوال سلیمان لایق څلورم تلین ته په اشارې ویلي چې نوموړی د فورم او محتوا له پلوه په پښتو او دري شعر او ادب کې د ځانګړي سبک او جلا لارې څښتن و.

فضل محمود فضلي د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۳۱ مه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې په همدې اړه د یو مطلب په خپرولو سره دغه نامتو سیاستوال یو فرهنګي، تاریخي او سیاسي شخصیت بللی دی.

نوموړي همداراز څرګنده کړې چې د اروښاد سلیمان لایق وطن پرستانه شعرونه به تر هغو چې پښتو او دري ژبه ژوندۍ وي، د هر عدالت پلوه ځوان او پېغلې لپاره به د الهام منبع وي.

د ویلو ده چې د زمري ۱۰ مه نېټه د هېواد د نامتو لیکوال او سیاستوال سلیمان لایق څلورم تلین سره سمون برابره ده، نوموړی څلور کاله وړاندې د ۹۰ کلنو په عمر د جرمني هېواد په یو روغتون کې ساه ورکړه.