د بیرغ ملي ورځې وروسته طالب استخباراتو په یوشمېر ولایتونو کې د هغو ځوانانو لټون پیل کړی چې دا ورځ یې نمانځلې او یا یې په ټولنیزو رسنیو کې د درې رنګه ملي بیرغ په اړه مطالب خپاره کړي دي.

تازه یوشمېر سرچینو له خوست ولایت څخه خبر وکړی دی چې طالب استخباراتو د لایق خان سعادت په نامه یو ځوان په فېسبوک کې د ملي بیرغ په اړه د پوسټونو په تور نیولی دی.

سرچینو ویلي دي چې طالب استخباراتو لایق خان له نیول کېدو وروسته سخت وهلی دی او خپل تظیمي بیرق سره یې د نوموړي عکسونه ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.

د معلوماتو له مخې لایق خان سعادت په ټولنیزو رسنیو کې د درې رنګه ملي بیرغ ځینې ویډیو ګانې او عکسونه خپاره کړي و او دا ورځ یې نمانځلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي تېر کال هم د ملي بیرغ او د نجونو د تعلیم په ملاتړ د ځینو پوسټونو په تور د طالب استخباراتو له لوري نیول شوی و.

د ویلو ده چې طالب استخباراتو په پکتیکا ولایت کې هم لږ تر لږه ۴۰ کسان د ملي بیرغ د دردلودلو او په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د خپرولو په جرم نیولي دي.