په پکتیکا ولایت کې د تېرې یوې اوونۍ را پدیخوا یوشمېر خلک د ملي بېرق درلودلو له کبله د طالب استخباراتو له لوري بندیان شوي او تر شکنجې لاندې دي.

د پکتیکا ولایت یوشمېر سرچینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د دې ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه لږ تر لږه ۴۰ کسان د ملي بیرغ د دردلودلو او په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د خپرولو په جرم د طالب استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

سرچینو ویلي دي چې طالب استخباراتو دغه کسان په تېره یوه اوونۍ کې د ملي بیرغ ورځې له لمانځل کېدو وروسته نیول دي.

د ویلو ده چې د زمري اوومه په هېواد کې د ملي بیرغ ورځې سره برابره ده او دغه ورځ په ټول هېواد کې د یوشمېر ځوانانو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې د درې رنګه ملي بیرغ په خپرولو سره ونمانځل شوه.

طالبانو په افغانستان کې د بیاځلي واکمنېدو وروسته په درې رنګه ملي بیرغ بندیز ولګاوه او پرځای یې په ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو د خپل تنظیم بیرغ نصبول جبري کړل.