ځايي رسنیو د هلمند ولایت څخه خبر ورکړی دی چې د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې اوبو ته د واده موټر د لویدو په پېښه شپږ تنه مړي شوي او یو کس پکې نادرکه دی.

رسنیو ویلي دي چې دغه پېښه تېره ورځ د سه شنبې په ورځ د جولای په ۲۹ مه نېټه د دې ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ساروان کلا ته څېرمه جوغلونډک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د واده موټر له سړک څخه اوښتی او د بغرا ویالې ته لویدلی دی چې په پایله کې یې شپږ کسانو خپل ژوند بایللی او یو تن نادرکه دی.

طالب ډلې تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د موټر چلوونکو بي احتیاطي، د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول او د سړکونو خرابوالی د داسې ناوړه ټرافیکي پېښو له عواملو څخه بلل کېږي.