د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبان یو ترهګریز سازمان دی او په دې هېواد کې دغه ډله د یوه ترهګریزې ډلې په نامه پېژندل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټیل د دوشنبې په ورځ د جولای په ۲۹ مه نېټه د یوه خبري کنفرانس پر مهال دا موضوع د امریکا د کنګرې د یوې غړې نانسي میس د وړانديز شوې لایحې په تړاو شوې پوښتنې ته په ځواب کې مطرح کړې ده.

ودانت پاټیل د یو خبریال پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبان د متحده ایالاتو له لوري یو ترهګر سازمان ګڼل شوی دی او کله چې خبریال ورته وویل چې داسې نه ده، نو زیاته يې کړه چې فکر کوي ځواب یې سم دی.

د امریکا د کنګرې غړې نانسي میسي څو ورځې وړاندې یوه لایحه وړانديز کړه چې له مخې يې طالبان په امریکا کې د یوه بانديني ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د دې لایحې د تصويب په صورت کې هیڅ امريکايي بنسټ نشي کولای چې طالبان په رسميت وپېژني او په دې برخه کې بودجه ځانګړې کړي.