په ننګرهار ولایت کې ځايي چاواکي وايي چې په جلال اباد ښار کې د درې باري موټرو د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور پکې ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي دي چې دغه خونړۍ پېښه نن دوشنبه د جولای په ۲۹ مه نېټه ماسپښين مهال د جلال اباد ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند رنګ روډ سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې ده چې پېښه د دوه ټېلري موټرو او یو مازدا ډوله موټر د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي زابلي د ټپیانو حالت نازک ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ماښام د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یو فیلډر او باري موټر د ټکر په پېښه کې د یوې کورنۍ اته کسان وژل شوي دي.

د ویلو ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.