د نیمروز ولایت لپاره د طالبان د امر بالمعروف ریاست خبر ورکړی دی چې په دې ولایت کې یې ۷ سوه او ۱۰ د موسیقۍ الې او قیلونونه سوځولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف ریاست نن دوشنبه د جولای په ۲۹ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ۱۳۷ د موسیقۍ الې او ۵۷۳ قیلونونه یې د دوشنبې په ورځ د مرکز زرنج ښار کې سوځولي دي.

خبر پاڼه کې راغلي دي چې دغه شمېر د موسیقۍ الې او قیلونونه یې د بېلابېلو غونډو څخه را ټول کړي و او نن یې د طالبانو د استخباراتو او ولايت مقام د یو شمېر استازو په شتون کې سوځولي دي.

طالبان د موسیقۍ اورېدل او غږول حرام بولي او تر دې وړاندې يې هم یوشمېر سیمه اییز سندرغاړي بې عزته کړي او د هغوئ د موسیقۍ الې یې له منځه وړي وې.