ملګري ملتونه وايي له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه یا جبري ډول خپل هېواد ته د افغانانو په ستنېدولو سره په دې هېواد کې بشري بحران ډیر شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د عملیاتو د چارو مشرې ادیم ووسورنو په افغانستان کې د بشري بحران په اړه د یو راپورو په خپرولو سره په دې هیواد کې د روان وضعیت د کابو کولو لپاره پرهمغږوهڅو باندې ټینګار کړی دی.

دغه راپور چې د یکشنبې په ورځ د جولای په ۲۸ مه نېټه خپور شوی دی پکې راغلي دي چې د چاپیریال ساتنې د ګواښونو، د هغې له ډلې د حرارت لوړیدل، د باران د اورښت کې بدلون، دوامداره وچکالي او د اوبو کمښت په افغانستان کې د کرهڼیزو ځمکو د بیاباني کیدو سبب ګرځي او هرکال پرله پسې سیلابونه زرګونو خلکو ته زیان رسوي.

په دې راپور کې زیاته شوې چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له ډلې یې ۱۲.۴ میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي او نږدې نیمايي نفوس شاوخوا ۴۸ فیصده د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.

اوچا ویلي چې میرمن ادیم ووسورنو د افغانستان بشري وضعیت ارزولی او د بشري مرستو د شریکانو او د طالبانو د حکومت د چارواکو سره یې د افغانانو د بیړنیو اړتیاو په اړه خبرې کړې دي.