له هرات ولایت څخه ځايي رسنیو خبر ورکړی دی چې په دې ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې رامنځته کېدو له امله ۸ کسان مړه شوي دي.

رسنیو ویلي دي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام ناوخته د هرات – ادرسکن پر لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ په خاجوریانو سیمه کې د یو فیلډر او باري موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ په دې ټرافیکي پېښه کې د درې ماشومانو او یوې ښځې په ګډون اته کسانو ژوند بایللی دی.

طالب ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې خورا زیاتې شوې دي او لامل یې د موټر چلوونکو بي احتیاطي، د ټرافیکي قوانیونو نه مراعاتول او د سړکونو خرابوالی په ګوته شوی دی.