اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اوبو د بحران په ډېرېدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې وچکالي، ککړتیا او د اوبو زیات استعمال د خلکو تر ټولو ارزښتناکه سرچینې ګواښي.

په کابل کې د دغې ټولنې ماموریت تېره ورځ په خپله ایکس ټولنیزه شبکه کې د راتلوونکو نسلونو لپاره د سیندونو او د ځمکې لاندې اوبو د خوندیتوب اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي وچکالي، ککړتیا او د اوبو زیات استعمال د اوبو تر ټولو ارزښتناکه سرچینې ګواښي.

یادې ټولنې ټینګار کړی چې د راتلوونکو نسلونو لپاره باید سیندونه، جهيلونه او د ځمکې لاندې اوبه خوندي کړي او له دې سره افغانستان او نړۍ د اوبو له ستونزو څخه خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او د اقلیم د اغیزو د کمولو لپاره لازم چمتوالی هم نلري.