‏د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې له خلکو غوښتنه کړې چې د هپاتیت په ازموینې، درملنه او واکسین باندې تمرکز وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان د احصایې له مخې، په تېره لسیزه کې په افغانستان کې له سل زره څخه زیات خلک په دې ناروغۍ اخته شوي دي. هپاتیت یوه ویروسي ناروغي ده چې د پوستکي ژیړوالی او د ځیګر التهابي حالت رامنځته کوي.

‏د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالې هپاتیت ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې سږ کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو باندې تمرکز کوي. دې ادارې له افغانانو وغوښتل چې په ګډه د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي او ویې ویل: «اوس د اقدام وخت دی او موږ کولای شو په ګډه دا ناروغي له منځه یوسو».

‏د روغتیا نړیوال سازمان د احصایې له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳۰۴ میلیونه خلک په هپاتیت اخته دي او هر ۳۰ ثانیې کې یو کس د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په تېره لسیزه کې په افغانستان کې له ۱۰۰ زره زیات خلک په هپاتیت اخته شوي دي. هپاتیت یوه درمل کېدونکې ناروغي ده او د واکسین په مرسته ترې د مخنیوي امکان شته.