‏د بامیان په پنجاب ولسوالۍ کې د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ ځان‌وژنې راپور خپور شوی، چې د طالبانو له بند څخه د خوشې کېدو وروسته ځان زندۍ کړی دی.

‏ راپورونه ښيي چې دغه نجلۍ د سرطان پر ۲۳مه، د پنجاب ولسوالۍ په تګاب‌برګ سیمه کې، یو طالب د توپک په زور د رنجر موټر ته پورته کړې او نامعلوم ځای ته بیولې وه. طالبانو دغه نجلۍ دوه اوونۍ بندي ساتلې وه او د نیولو لامل یې د حجاب نه مراعاتول ښودلی و.

‏د زمري پر ۶مه، نجلۍ د خوشې کېدو وروسته ځان زندۍ کړی دی.