‏نن یکشنبه، د زمري ۷مه، د افغانستان د ملي بیرغ ورځ ده. دا ورځ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پخواني افغان حکومت پر مهال ونومول شوه.

‏وروسته له هغه چې طالبانو پر هېواد واک ترلاسه کړ، له دولتي ادارو او عامه ځایونو یې د افغانستان بیرغ ښکته کړ او پر ځای یې خپل بیرغ پورته کړ. طالبانو یو شمېر افغانان د افغانستان د بیرغ لرلو له امله ځورولي دي.

‏ پخوا به خلکو دا ورځ په کنسرتونو، نڅاګانو او خوشالۍ سره نمانځله.