د هېواد وتلې سندرغاړې مېرمن نغمې خبر ورکړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنک د مخکښ غړي او مبارز شاعر شهید ګیله من وزیر د کورنۍ او یتیمانو لپاره یو لک او ۳۴ زره امریکايي ډالره مرسته را ټوله کړې ده.

مېرمن نغمې نن یکشنبه د جولای په ۲۸ مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې د یو ویډيويي پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې ډېر ژر به دغه را ټولې کړې مرستې د ګیله من وزیر کورنۍ ته وسپاري.

نوموړې همدراز له ټولو هغو هېوادوالو مننه کړې چې د هغه فونډیشن سره یې د مرستو په راټولولو کې مرسته کړې ده.

دغې سندرغاړې له هغه وروسته د ګیله من وزیر لپاره د مرستې راټولو کمپیان پیل کړ چې نوموړی روانه مېاشت د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نامعلومو کسانو له لوري د چړو په ګوزارونو سخت ټپي شو.

د ویلو ده چې د پښتونو ژغورنې غورځنګ دغه مخکښ غړی له څو ورځني درملنې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.