د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی د هېواد درې رنګه ملي بیرغ ورځې ته په اشارې وايي ملی سمبولونه او ټولنیز عدالت د ملت جوړونې اساس جوړوي.

معصوم ستانکزي نن یکشنبه د جولای په ۲۸ مه نېټه د زمري اوومې نېټې په مناسبت چې د ملي بیرغ ورځې سره برابره ده په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي د هیواد درې رنګه ملي بیرغ د هېواد یو له ویاړه ډکو سمبولونو څخه دی.

نوموړي همدراز زیاته کړې چې د عدالت په رڼا کی، د دې بیرغ تر سیورې لاندې، بڼستیز ملي یوالي په را منځته کولو سره په هېواد کې د بحرانونو لړۍ پایته رسولو سره مرسته کولی شي.