د طالبانو تر کنټرول لاندې د اوبولګولو او مالدرۍ وزارت خبر ورکړی دی چې د دې وزارت سرپرست ازبیکستاني چارواکو سره یوځای د امو سیند له تخریب شویو څنډو څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد سند د ویجاړیو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن یکشنبه د جولای په ۲۸ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د دې وزارت سرپرست عطاءالله عمري او د ازبیکستان د اوبو وزیر شوکت همرایوف په مشرۍ یو پلاوي په بلخ ولایت کې د امو سیند له تخریب شویو څنډو څخه لیدنه کړې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بلخ ولایت کې له ازبیکستاني چارواکو سره یوه ګډه ناسته هم ترسره کړې وه.

په دې غونډه کې د امو سیند د ویجاړیو مخنیوی، د دې سیند د دواړ غاړ تحکیماتو او د اوبو پر کمښت د اقلیمي اغیزو په اړه خبرې اترې شوې وې.

د زراعت او مالدارۍ وزارت وايي دي چې د افغانستان او ازبیکستان چارواکو د امو سیند شاوخوا له بېلابېلو ویجاړ شویو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې ژمنه کړې چې د یاد سیند د نورو ویجاړیو څخه د مخنیوي لپاره به هڅې وکړي.