د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني وايي د زمري اوومه، د ملي بیرغ ورځ د هغو شهیدانو یاد ته درناوی دی چې سرونه یې وښندل او د خپل وطن په خپلواکولو یې په لویه آسیا کې د استعمار خلاف د آزادۍ غوښتنې څپه راوخوځوله.

د ویلو ده چې نن یکشنبه د زمري ۷ مه نېټه د بیرغ ملي ورځې سره سمون خوري.

محمد اشرف غني نن یکشنبه د جولای په ۲۸ مه نېټه د بیرغ ملي ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې له استقلال وروسته درې رنګه ملي بیرغ د افغانان ترمنځ د یوالي په سمبول بدل شو.

نوموړي همداراز څرګنده کړې چې افغانانو د درې رنګه ملي بیرغ تر سیوري لاندې د یو ملت په حیث خپل هويت پیدا کړی دی او نن یواځې همدا درې درنګه بیرغ په ډېرې سرلوړئ له دې هویت څخه استازیتوب کوي.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړې ویاړ لري چې ددې ورځې په لومړۍ معرفې کېدو سره، په خپل ملي هویت د افغانانو د افتخار او ولولو شاهد و او دی.