د امریکا د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویلي دي چې طالبانو په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو پر مهال په ځینو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مشاور جان کربي د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۲۵ مه نېټه د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي دي که چېرې طالبان په نړیوال سټیچ کې مشروعیت غواړي نو باید په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

جان کربي همداراز د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هغه ادعا رده کړه چې ویلي دي افغانستان د ځینو ډلو د مخربو فعالیتونو قرباني دی چې د دې هېواد په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري او کار کوي

نوموړي په ورته وخت کې څرګنده کړه له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان کې په زوره واک ترلاسه کړ او یا یې د ترلاسه کولو هڅه وکړه، ځان قرباني (زیانمن) معرفي کوي، دا په اصل کې نړیوالې تولنې ته یوه پوچه نظریه ده.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مشاور زیاته کړه چې طالبان امنیتي ستونزې لري او په خاص ډول په افغانستان کې دننه شته تروریستي ګواښونه چې باید یې ومني.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه خبر ورکړی و.