د طالبان د کورنیو چار سرپرست وزیر وايي چې د خپل مشر ملا هبت الله اخندازده په فرمان یې په ټول هېواد کې د کوکنار کرکېله صفر ته را رسولې ده.

د کورنیو چار سرپرست وزیر سراج الدین حقاني نن پنجشنبه د جولای په ۲۵ مه نېټه د دې ډلې د وسلوالو کسانو په ستاینغونډه کې د وینا پر مهال وویل چې د اقتصادي بندیزونو او د افغانستان د کنګل شویو مالي شمتنۍ سره سره توانېدلي څو د خپل مشر د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د کوکنارو کرکیله صفر ته را ورسوي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی چې په هېواد کې به د هر ډول مخدراتو پروسس، ټرافیک او تعامل په بشپړ ډول باندې لمنځه یوسي.

طالبان داسې مهال په هېواد کې د کوکنارو کرکیلې د لمنځه وړلو خبر ورکوي چې په تېرو شلو کلنو کې د کوکنارو کښت، قاچاق او پروسس د دې ډلې مهمه عایداتي سرچینه وه.