د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) خبر ورکړی دی چې په کونړ ولایت کې یې د اوبو د زیرمه کولو او کنټرول یو بند جوړ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان چهارشنبه د جولای په ۲۴ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې دغه کوچنی د اوبو بند د دې کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د دې سازمان په وینا دغه پروژه به د سېلابونو ګواښ په کمولو، ۹۰۰ کورنیو د ساتنې او کروندګرو لپاره د اوبو زېرمه کولو په برخه کې مرسته وکړي.

یاد سازمان همداراز زیاته کړې چې په دې پروژه کې د سیمې ۶۹ کارګر ګومارل شوي و چې د نغدو پیسو په بدل کې یې بند جوړ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې یاد سازمان لا هم ټولنې لومړنیو ګواښونو، لومړنیو مرستو او ژغورنې او لټون په برخه کې د روزنې او سمبالونې له لارې ځواکمنې کوي او هغوی سره مرسته کوي چې ناروینونو ته چمتو واوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې، افغانستان په سوېلي اسیا کې د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې د وروستیو کلونو وچکالۍ لامله یې ډېر زیان لیدلی دی.