د افغانستان مقاومت ملي جبهې اعلان کړی دی چې په بغلان ولایت کې یې د طالبانو یو مشر او د هغه یو ساتوونکی وژلی دی.

د افغانستان مقاومت ملي جبهې نن چهارشنبه د جولای په ۲۴ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې سرتیرو یې د سه شنبې په ورځ د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د دې اعلامیې د معلوماتو له مخې برید د طالبان عمري قول اردو د څلورمې لوا په درېیم کنډک شوې ده او په پایله کې یې د مولوي قاسم په نامه د دې ډلې قومندان او د قاري نورالرحمان په نامه د هغه یو ساتوونکی وژل شوی دی.

د مقاومت جبهې زیاته کړې چې په دې برید کې د طالبانو دوه نور غړي ټپيان شوي او د دې ډلې یوه اندازه وسله او مهمات هم لمنځه تللي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.