د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي چې افغانان په هېواد کې د روان افراطیت او استبداد پر وړاندې خپله ملي مبارزه او داعیه د «پښتون ژغورنې غورځنګ» د اساسي سازماني اصولو او پرنسیپونو څخه د الهام او پيژندو پرته نه ژوندۍ ساتلی شي او نه هم پر مخ وړلی شي.

فضل محمود فضلي نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د یو لیکنې په خپرولو سره ویلي دي چې افغانان د دې غورځنګ له مبارزو څخه الهام اخلي او دغه الهام یوازې په پاکو او لنډ مهاله احساساتو او عواطفو پورې محدود نه دی، بلکې د زده کړې لپاره روښانه درسونه او لارښوونې لري.

ښاغلي فضلي اوسني وضعیت په کتو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اوسني حاکم استبداد پر وړاندې مذبذب، متردد او ګونګ دریځ نه یوازې دا چې اوسنۍ غمیزې د سمون لپاره مرسته نه کوي، بلکې د روانې فاجعې د لا ځواکمنېدو او دوام سبب ګرځي.

ښاغلي فضلي د ګیله من وزیر د شهادت پېښې ته په اشارې زیاته کړې چې یاد پېښه د دې غورځنګ غږ دومره لوړ کړ چې په ټول افغانستان کې د جبر او استبداد پر وړاندې په یوالي او اتحاد سره بدرګه شو.

نوموړي دغه پېښه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یو دولت له مداخلې او ملاتړ پرته د ټولنیز انسجام او غبرګون یو کم سارې پېښه بللې ده.

د افغانستان د چارو ادارې لوی رييس د خپلې لیکنې په پای کې هیله مندي ښودلې چې افغانان د پښتون ژغورنې غورځنګ له مبارزو څخه په الهام اخیستلو سره وکولای شي له دې وضعیت څخه را خلاص کړي.