د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ څخه تر جون ترمېاشتې پورې په افغانستان کې ۲۹۲ ملکي وګړو ته د ناچاودو توکو د چاودونو له امله تلفات اوښتي دي چې ۸۸ فیصده یې ماشومان وو.

اوچا د یکشنبې په ورځ ناوخته د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان په ۲۶۲ ولسوالیو کې ۱.۲ میلیون مترمربع ځمکه چې روزنیزو مرکزونو او د اوبو زیرمو ته نږدې سمیې هم په کې شاملې دي په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلنو د ارزونو له مخې ماینونه او ناچاودې توکي په افغانستان کې ملکي وګړو ته د تلفاتو د رسیدلو په برخه کې د دوېیم ترټولو ستر خطر په توګه ګڼلی دی.

ددغې ارزونې له مخې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ د میاشتې او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر میاشتې په افغانستان کې ملکي وګړو ته یو زر او ۴۰۱ تلفات رسیدلي چې ۸۶ فیصده یې ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د ناچاودو توکو شتون خلکو ته د فزیکي زیان د رسولو ترڅنګ د هغوی روحي سلامتیا ګواښوي او د کرکیلي لپاره د ځمکې کارول چې ورته ډیره زیاته اړتیا ده د پرمختګ مانع ګرځي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې راپور کې ویلي نږدې څلور میلیونه کسان د ۱.۲ میلیونو مترمربع په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړې ځمکې له امله په پرله پسې ډول زیانمن کیږي.