د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د را وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې نن سه شنبه او سبا چهارشنبه د جولای ۲۳ مه او ۲۴ مه نېټه به د سالنګونو په ګډون بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشير، بغلان، پروان، کابل، ميدان وردګ، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني او باميانو ولايتونه د نسبتاً تېزو بارانونونو او سېلابونو شاهد وي.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په بېلابېلو سيمو کې د باران اندازه به له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ریاست همداراز د هېواد په شمال، شمال ختیځ، لوېدیځ، سویل، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د سختو بادونو اټکل هم کړی دی.

دا په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورستیو سختو اورښتونو، سیلابون او توفانونو له کبله خلکو درانه ځاني او مالي تاوانونه واوښتل.