په کونړ ولایت کې د یوې زړې سرګلولې د چاودنې په پایله کې یو کس وژل شوی او درې نور پکې ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د دې ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په بهادر مشال سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي فرید دهقان زیاته کړې چې په دې پېښه کې یو ماشوم مړ شوی او د یوې ښځې په ګډون دوه نور ماشومان پکې ټپیان شوي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو له سرګلولې سره لوبې کولې.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند همداراز ویلي دي چې د یادې پېښې ټپیان د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناچادو توکو له امله رامنځته شوې پېښې ډېرې شوي دي او ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.