د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې په سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونوکې د مړو شویو کسانو شمیرزیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د یکشنبې په ورځ جولاۍ په ۲۱ مه نېټه د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې تر نن ورځې پورې د ۵۸ کسانو د مړینې او ۳۸۰ تنو نورو د ټپي کیدو راپور ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د طالبانو د حکومت د پيښو پر وړاندې د مبارزې د دولت وزارت هرې هغې کورنۍ ته چې خپلوان یې له لاسه ورکړي ۱۰۰ زره افغانۍ ویشلي دي او ددې سربیره د لسو او پنځه زرو ترمنځ افغانۍ یې ټپیانو ته هم د هغوی روغتیايي وضعیت ته په کتنې ورکړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د بشري مرستو شریکانو ددغو ناڅاپي پیښو سره هممهاله د جولاۍ په ۱۵ او ۱۶ باندې د بدخشان ولایت، بغلان، کونړ، لغمان، ننګرهاراو نورستان ولایتونو په څو ولسوالیو کې د ناڅاپي پیښو رامنځ ته کیدو وروسته مصیبت ځپلو ته د مرستو د رسولو لپاره هڅې چټکې کړي دي.