ځینو رسنیو خبر ورکړی دی چې د طالبانو استخباراتو د محمدانور پناهيي په نامه د کابل پوهنتون یو استاد په ​​زور زیاتي سره نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.

سرچینو نن دوشنبه د جولای په ۲۲ مه نېټه رسنیو ته ویلي دي چې د کابل پوهنتون دغه استاد د شنبې په ورځ د جولای په ۲۰ مه نېټه د کابل ښار د پل سرخ سیمه کې د ابن سینا خصوي پوهنتون ته څېرمه نیول شوی دی.

د محمدانور پناهي کورنۍ د نوموړي د نیول کېدو لامل نه دی روښانه کړی خو ویلي دي چې دی پخوا هم د طالبان له لوري بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور ګواښل شوی و.

د معلوماتو له مخې محمدانور پناهي په څو خصوصي پوهنتونونو کې تدریس کوي او د «ابوریحان» د لوړو زده کړو موسېسې د اقتصاد پوهنځي رییس دی.

طالب استخباراتو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه ډله تر دې پخوا هم ځینې استادان، مدني فعالان، د ښځو حقونو فعالان او خبریالان په خپل سر بندیان کړي او شکنجه کړې دي.