د ازموینو ملي ادارې خبر ورکړی دی چې ټاکل شوې سبا یکشنبه د جولای په ۲۱ مه نېټه د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینو پاېلې اعلان کړي.

د ازموینو ملي ادارې نن شنبه د جولای په ۲۰ مه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه پایلې به د کابل پر وخت د سهار په ۱۰ بجو اعلان شي.

په افغانستان کې د کانکور ازموینې پایلې داسې مهال اعلانېږي چې روان کال هم نجونې په کانکور ازموینو کې د ګډون اجازه ترلاسه نکړه او لا هم د پوهنتون دروازې یې پرمخ بندې دي.

په ورته وخت کې طالبان له بیاځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښونځیو هم بندیز ولګاوه.

د ویلو ده چې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینو کې ډېر کم شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.