د کندهار ولایت سیه اییزې رسنۍ خبر ورکوي چې د دې ولایت په سپین بولدک ولسولۍ کې د یوې اور لګېدنې په پایله کې هټیوالو ته ۳۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

دغه اور لګېدنه نن جمعه د جولای په ۱۹ مه نېټه سهار شاه و خواه ۱۱ بجې د سپین بولدک ولسوالۍ په کاکړانو منډيي کې چې د ویش بازار په نامه هم مشهور دی رامنځته شوې ده.

 ویل کېږي په دې بازار کې تر ډېره د موټرو پرزې او برقي وسایل خرڅېدل.

رسنیو ویلي چې دغه اورلګېدونه ډېره پراخه وه او د اور وژنې ټیم مازدیګر مهال وکولای شول چې دغه پېښه مهار کړي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې سپین بولدک ولسوالۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکې د پیر او پلور او راکړې ورکړې یو لوی مرکز دی چې په سلګونه میلیونه افغانۍ پکې پانګونې شوې ده.