د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي دي چې د افغانستان ختیځو ولایتونو کې سیلاب ځپلو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره ددغې ټولنې د بشري مرستو د همغږۍ اداره او د مرستې رسونې شریکان یې د طالبانو چارواکو سره په همغږۍ بوخت دي.

سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ د جولاۍ په ۱۸ نېټه خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ورستیو اورښتونو له کبله د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ۵۷۳ کورونه ویجاړ شوي او یا ورته زیان رسیدلی دی.

نوموړي همداراز څرګنده کړې چې په یادو سیمو کې ۷۳۴ کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د تیرې دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۵ نېټه په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سختو اورښتونو او سیلابونو راوتلو په پایله کې څه باندې ۴۰ کسان مړه او ۳۴۰ نور پکې ټپیان شول او همداراز خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم ورسول.