د ننګرهار ولایت سیمه اییز رسنۍ وايي چې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو ډاکتر په سیند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د رسنیو د معلوماتو له مخې دغه ډاکټر پردیس نومېده او د پنجشنبې په ورځ د ورځې یولس بجې د کامي ولسوالۍ اړوند د کامې سربند سیمه کې هغه مهال د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړ چې له خپلو ملګرو سره د لامبو او چکر لپاره یادې سیمې ته تللی و.

رسنۍ وايي چې د دغه ډوب شوي ډاکټر جسد تر اوسه نه دی موندل شوی خو کورنۍ او دوستان یې د هغه د موندلو هڅې کوي.

د ننګرهار کامې ولسوالۍ اړوند کونړ سیند ته د هوا په ګرمیدو سره د مختلفو سیمو ځوانان او سیلانیان د لامبو په موخه راځي او یو شمېر يې د بې احتیاطۍ او لامبو د نه زده کړې له وجې د سیند اوبو کې ډوبېږي.

که څه هم طالبانو د دې ولایت په کانال نهر، بهسودو او کونړ سیندونو کې پر لامبو بندیز لګولی خو له دې سره-سره بیا هم خلک سیندونو ته د لامبو په موخه ځي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.