د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (پي ټي ام) نن پنجشنبه د جولای په ۱۸ مه نېټه د پېښور د یونیورسټي ټاون سیمه کې د خپل مخکښ غړي او مبارز شاعر شهید ګیله من وزیر د فاتحې مراسم ترسره کړل.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې د فاتحې په دې مراسمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر، د ګیله من ورور عرفات او د دې غورځنګ یوشمېر نورو مشرانو او خواخوږ ګډون کړی دی.

ټاکل شوې د فاتحې دغه مراسم سبا د جمعې ورځې تر ماسپيښینه پورې روان وي.

د یادولو وړه چې په دې مراسمو کې د نواز شريف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند د مرکزي شورا غړي عمران اپریدي له خپل ګوند استعفا اعلان کړه او ويې ويل، چې تر دې وروسته به د پښتون ژغورنې غورځنګ سره يو ځای کېږي.

د یادولو وړ ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیله من وزیر تر وژل کېدو وروسته له دې غورځنګ څخه د خلکو ملاتړ ډیر شوی دی.