د ټولګټو وزارت خبر ورکړی دی چې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې د ۷۷ زرو ۵۰۶ مټریک ټنه توکو صادرات او واردات شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو وزارت نن پنجشنبه د جولای په ۱۸ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۵ زره او ۷۶۵ ټنه واردات او ۱۷۴۱ ټنه صادرات کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې ۶۵ زره او ۳۲۲ ټنه د حيرتان، ۵ زره او ۶۸۱ ټنه د اقينې او ۶ زره او ۵۰۳ ټنه توکي د تورغونډۍ بندر له لارې لېږدول شوي دي.

یاد وزارت ویلي هڅه کوي څو د لېږد رالېږد لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې څه موده وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان صادرات او واردات ۱۰.۳ میلیارده ډالره اعلان کړي وو.