د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې مسولین وايي چې په دې ولایت کې د اورښتونو او سیلابونو راوتلو په پایله کې خلکو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

 په بدخشان ولایت کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس محمداکرم اکبري نن پنجشنبه د جولای په ۱۸ مه نېټه ویلي چې د دې ولایت د یمګان ولسوالۍ په سرده او پایان ده سیمو کې د ورستیو اورښتونو او سیلابونو راوتلو په پایله کې خلک سخت زیانمن شوي دي.

د نوموړي په وینا د سیلابونو د راوتلو په پایله کې ۸۵ کورونه، شپږ دوکانونه، دوه درملتونونه، یو جومات، یو ښوونځی او شپږ کیلومټره سړک په بشپړ ډول لمنځه تللي دي.

ښاغلي اکبري په ورته وخت کې زیاته کړه چې د دې ولایت سیلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او له ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویه سازمانونو یې وغوښتل څو د دې ولایت سیلاب ځپلو سره دې مرستې وکړي.

 د ویلو ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورستیو اورښتونو او سیلابونو خلکو د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخم مالي زیانونه هم اړولي دي.