د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلاام اباد کې د طالبانو یو جګپوړی ډیپلوماټ احضار کړ او ورڅخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د هغو مېشتو تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په ورستیو بریدونو کې یې لاس درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو د شتون په اړه چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي، خپله جدي اندیښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې طالبانو ته ویلي شوي څو د بنو د برید د عاملانو پر وړاندې سمدستي، غوڅ او اغیزمن اقدام وکړي څو په راتلوونکې کې د داډول پېښو مخنیوی وشي.

دا په داسې په حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ یوشمېر وسلوالو کسانو په بنو سیمه کې د پاکستان یوې پوځې اډې ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او بیا یې له پاکستاني پوځیانو سره نښته وکړه، چې د پاکستان د پوځ په وینا اته سرتېري او لس وسله وال بریدګز په کې ووژل شول.

د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی دی، چې د پاکستان د پوځ په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه پلانوي.

طالبانو تر دې دمه د پاکستان د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.