د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن سه شنبه د جولای په ۱۷ د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو اورښتنو، سېلابونو او بادونو خبردارۍ ورکړی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې سبا چهارشنبه او بل سبا پنجشنبه د جولای په ۱۷ او ۱۸ مه نېټه به بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پروان، ميدان وردګو، کابل، ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا او سالنګونه د سختو اورښتونو، سېلابونو، بادونو او برېښناوو شاهد وي.

د دې ادارې اعلامیه زیاتوي چې په بېلابېلو سيمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ریاست همداراز د هېواد په شمال، شمال ختیځ، لوېدیځ، سویل، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د سختو بادونو اټکل هم کړی دی.

دا په داسې حال کې چې په جلال اباد کې د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او توفان له کبله څه باندې ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، همداراز د یو هېواد یوشمېر نورو ولایتونه هم د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو شاهد و.