په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست خبر ورکوي چې ټاکل شوې سبا چهارشنبه د جولای په ۱۶ مه نېټه په کابل کې د پاسپورټ د ویش درې نور مرکزونه پرانیزي.

د دې ریاست رئیس عبدالکریم حسیب په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې دغه مرکزونه به د کابل په دارالامان، قلعه زمان خان او تنګي تره خیل سیمو کې پرانیستل شي او د ورځې به دوه زره خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي حسیب وايي، چې په تېر کال کې یې څه باندې دوه میلیونه کسانو ته پاسپورټونه ویشلي دي او له دې درکه یې دولس میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې په مرکز او ولایتونو کې یې د پاسپورټ د ویش ظرفیت دولس زره جلدو ته لوړ کړی او په ورته وخت کې یې د ۹۹ سلنه متقاضیانو غوښتونو ته یې رسیدګي کړې ده.

یاد ریاست په ورته وخت کې د کارونو د چټکتیا په موخه خپل تشکیل هم ډېر کړی او ویلي دي چې په خپل تشکیل کې یې شل سلنه زیاتوالی راوستی دی

آقای حسیب می‌افزاید که ظرفیت توزیع پاسپورت در مرکز و ولایت‌ها به دوازده هزار جلد در روز افزایش یافته است.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر خلک له طالبانو نیوکه کوي او وايي چې دوی له خلک سره سم چلند نه کوي او په خپلو چارو کې تر ډېره خپلوي پالي.