د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (پي ټي ام) مشر منظور احمد پښتین په ننګرهار او شاوخوا ولایتونو کې د شدید اورښتنو او توپان کبله خلکو د اوښتو ځاني او مالي زیانونو له کبله خواشیني ښودلې ده.

منظور پښتین نن دوشنبه د جولای په ۱۵ مه نېټه په خپله فیسبوک پاڼه کې د یو ویډیويي پیغام په خپرولو ویلي دي چې ولس له وړاندې له بد وضعیت سره مخ دی او اوس طبیعي پېښو هم ورته زیانونه اړولي چې پرې خفه دی.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې په دې سخت حالت کې له خپلو خلکو سره ولاړ دی او د شهیدانو ته یې د مغفرت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار ولایت کې نن د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۵ مه نېټه د سختو اورښتونو، توپان، سیلۍ او سېلابونو له کبله تر دې دمه ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۲۵۰ نور ټپیان دي.