له ننګرهار ولایت څخه ځايي رسنیو خبر ورکړی دی چې په دې ولایت د سختو اورښتونو، توپان، سیلۍ او سېلابونو له کبله تر دې دمه ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۲۵۰ نور ټپیان دي.

د معلوماتو له نن دوشنبه د ننګرهار په کډون کنړ، پنجشیر او یو شمېر نور ولایتونو د سختو اورښتونو، توپان او سېلابونو شاهدان و چې له امله یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتې دي.

د ننګرها ولایتي روغتون کې ځینو سرچینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تر دې دمه دې روغتون ته ۲۸ مړي او څه باندې ۲۰۰ ټپیان ور وړل شوي دي.

ځايي رسنۍ خبر ورکوي چې تر ټولو ډېر تلفات خلکو ته د دې ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې اوښتي دي او اوس هم خلک له خارو او خځلو څخه د مړو جسدونه را باسي او هره شېبه د مړو او ټپیان شمېر مخ په زیاتېدو دی.

 په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو مشر قريشي بدلون وايي، د دغه ولايت د مرکز جلال اباد، بټي کوټ، سره رود او بهسودو ولسواليو تر څنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم خلکو ته زيانونه اوښتي دي.

د نوموړي په وينا ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار ولايتي روغتون تر څنګ يو شمېر نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ويل کېږي په ښار او يو شمېر نورو سيمو کې د برېښنا او مخابراتي شبکو ستنې غورځېدلې دي چې له امله برېښنا پرې شوې او په سيمه کې مخابراتي خدمتونه هم له ستونزو سره مخ شوي دي.