د طالبانو تش په نامه مشر ملا هبت‌الله له خپلو منتقدینو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د دغې ډلې د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.

د دې ډلې ویاند وياند ذبيح‌الله مجاهد نن دوشنبه د جولای په ۱۵ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي په دې غونډه کې چې یوشمېر نورو امنیتي چارواکو هم ګډون درلود، په هېواد کې پر امنیتي ننګونو بحث او خبرې اترې وشوې.

مجاهد زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د ډلې مشر هبت‌الله د امنیتي ننګونو پر حل ټینګار کړی دی.

د نوموړي په وینا په دې غونډه کې امنیتي مسولینو هیبت الله ته د پرمختګونو او د خپلو چارو او اجرااتو په اړه معلومات وړاندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په هېواد کې د داعش فعالیتونه ډېر شوي او وخت نا وخت له طالب وسلوالو سره د دې ډلې د نښتو خبرونه خپریږي.

په ورته وخت په هېواد کې د ازادۍ او مقاومت جبهو هم د طالبان پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.