ځايي رسنیو د میدان ولایت ولایت څخه خبر ورکړی دی چې په مرکز میدان ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله درې تنه مړه شوي دي او درې نور ژول دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې دغه پېښه نن د یکشنبې په ورځ د جولای مېاشتې په ۱۴ مه نېته ماسپښين مهال ۳ بجې د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د زراعت لیسې سره څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې یو کرولا ډوله موټر له سړک څخه واوښت او په پایله کې یې یاده پيښه رامنځته شوه.

ویل کېږي یاده پېښه د ډریور د ګړندي تګ او بې احتیاطي له کبله رامنځته شوې ده.

د دې پېښې ټپیان د میدان وردک ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي، طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په هېواد کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوي دي او عمده لاملونه یې هم د ډریورانو بي احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په ګوته شوی دی.