د ایران د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې اوس مهال ددغه هیواد په زندانونو کې د مختلفو جرمنو ترسره کولو له امله پنځه زره او ۳۹۹ افغانان بندیان دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د دې هیواد د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي له قوله ویلي چې ددغه هیواد په زندانونو کې د پرتو ټولو بندیانو ۹۵ فیصده یې افغانان دي.

کاظم غریب ابادي ویلي چې د شرایطو وړ محکوم شویو بندیانو د انتقال لپاره لازم چمتوالی د دواړخیزې موافقې «افغانستان» سره د ترسره کیدو په حال دی او هیله لري چې سږکال به پایله ورکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه شمیر افغانان د نشه يي توکو، غلا، د اشخاصو پر وړاندې جرمونو، له سرحد څخه غیرقانوني داخلیدلو، د عمومي عفت پر وړاندې د جرمونو، د ملکیت او امنیت پر وړاندې د جرمونو د ترسره کیدو له امله بندیان شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو پر اساس افغان بندیان تر ډیره د تهران، خراسان رضوي، اصفهان، یزد، فارس، کرمان، یستان او بلوچستان،البرز، قم، جنوبي خراسان او سمنان په زندانونو کې د خپل بند موده تیروي.