ځایي رسنیو له ننګرهار ولایت څخه خبر ورکړی دی چې د طالبانو استخباراتو په دې ولایت کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازې کې یوشمېر ګډونکوونکي نیولي دي.

رسنیو ویلي دي چې په دې ولایت کې د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې ترتیب کوونکی ډاکټر محمود چې د جنازې اعلان یې کړی و طالبانو له ځان سره بېولی دی او اوس مهال له یوشمېر نورو کسانو سره د طالبانو په بند خونه کې دی.

د ډاکټر محمود خپلوانو رسنیو ته ویلي دي چې طالب استخباراتو د هغه ټېلفون اخیستي او له فېسبوک او واټساپ اکونټونو څخه یې سپکې سپورې خپروي او همداراز د شخصي پیغامونو له لارې یې خلکو ته ګواښونه او ناموسي کنځلې هم کړې دي.

د ټولنیزو رسنیو یوشمېر فعالینو بیا له خلکو غوښتي څو د ننګرهار د بندیانو لپاره غږ پورته کړی، دوی ویلي دي چې طالب استخباراتو شاو خوا سل کسان د ګیله من غیابي جنازه کې د ګډون له کبله نیولي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د کابل په عید ګاه جومات کې هم یوشمېر ځوانانو ته د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې اجازه ورنکړه او په هوايي ډزو یې خلک له سیمې و ایستل، خو دغو ځوانانو بیا په حضوري چمن کې دغه مراسم پرځای کړل.