د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شوار وايي چې په افغانستان کې پر محرم مراسمو د طالبان له لوري لګول شوي بندیزونه ظالمانه دي او هېڅ انساني او اسلامي اساس نلري.

یادې شورا نن شنبه د جولای په ۱۳ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو ترهګرې ډلې وسله والو په تېرو شپو او ورځو کې د حسیني ماتم کوونکو د سپکاوی تر څنګ، د عاشورا د سمبولونو په راټولولو او د هیواد په یو شمیر سیمو کې د ځوانانو او علماوو په نیولو او شکنجه لاس پورې کړی چې د خلکو ترمنځ د وېرې او ګډوډۍ لامل ګرځیدلي.

د دې شورا اعلامیه وايي چې له بده مرغه د عاشورا د ورځو د امنیت تامینولو په پلمه دغه تهدید او تاوتریخوالی ترسره کېږي چې د بشري جنایت ښکاره بیلګه او د خلکو له مشروع ازادیو بې برخې کول او له هغوی د روحي امنیت اخیستل دي.

دغې شورا د محرم د مراسمو لپاره د طالبانو له خوا صادر شوې کړنلاره یو طرفه او «مداخله» بللې او ویلي یې دي چې دې کړنلارې د محرم د مراسمو له تنظیموونکو څخه د عمل ازادي اخیستې ده.

د فغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا ټینګار کړی چې د حسیني عاشورا د ورځو د درناوي ترڅنګ د طالبانو د ظالمې او یزیدي ډلې له خوا د ماتمیانو سپکاوی، نیول او زنداني کول په کلکه غندي

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ټول هېواد کې د عاشورا ماتم کوونکو ته خبرداری ورکړی و چې پر سړکونو له ګرځېدو او د بېرغونو له لېږدولو دې ډډه وکړي.

په ورته وخت کې طالب وسلوالو په هرات ولایت کې د عاشورا یو ماتم کوونکی له دې کبله په ډزو وژلی دی چې د دې ډلې له لوري پر عاشورا مراسمو د لږېدولو بندیزونو له کبله یې په اعتراض لاس پورې کړی و.