د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیله من وزیر له مړینې وروسته اعلان کړی چې د راتلوونکي اکتوبر پر ۱۱ مه نېته به د قومي عدالت یوه لویه غونډه را وبولي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې وویل چې د دې لویې غونډې هدف به د پاکستاني ریاست پر وړاندې د نوې تګلارې اعلان او د هغه له مخې عمل کول دي.

منظور پښتين پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د دوی صبر نور پایته رسېدلی، له پاکستان سره يې ګوزاره او ژوند نور نه کېږي او بايد د يوې نوې حل لارې په لټه کې شي.

پښتن خپل ولس ته په وینا کې وویل چې د اکتوبر تر یوولسمې او د قومي عدالت لويې غونډې تر جوړولو پورې دی د هرې ضلعې پښتنو مشرانو او ولسونو ته ورشي، مشوره به واخلي، نظرونه به منسجم کړي او له هغه وروسته به د یوې واحدې فیصلې لپاره را ټول شي.

نوموړي زیاته کړې چې جرګې او مرکې یې ډېرې وکړې، خو داځل به د خپل قوم او مشرانو په تائيد د عمل يوه واحده لار نقشه اعلان کړي او په وینا یې قوم چې څه فيصله وکړه د هماغه پر اساس به د پاکستان له پوځ څخه د خپل يو لک شهيدانو پوښتنه کوي.

منظور پښتين د خپلو خبرو په پای کې د ګيله من وزير د شهادت له امله پنځه ورځنی ویر هم اعلان کړ.