د بشري حقونو د څار سازمان یا (HRW) له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي څو د پر طالب مشرانو خپل فشارونو ته دوام چې دغه ډله د افغان ښځو او انجونو د بشري حقونو څخه خپلو سرغړونو پای ورکوي او د دوی حقونو ته درناوی وکړي.

دغه سازمان د جولای په ۱۱ مه نېټه د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه په یوه مقاله کې د طالبانو سره د هیوادونو تعامل ته په اشارې ویلي چې د روانې جولاۍ میاشتې په سر کې په دوحه کې افغانستان لپاره د ۲۰ هیوادونو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو د غونډې وروسته دا پوښتنه چې حکومتونه څنګه د طالبانو سره تعامل وکړي زیات اهمیت موندلی دی.

مقاله زیاتوي د دوحې درېیمه غونډه د طالبانو د استازو سره لومړنۍ غونډه وه چې د افغان میرمنو د استازو د ګډون پرته جوړه شوه، ددې لپاره چې طالبانود ښځو د ګډون او د ښځو د حقونو په تړاو د بحث ترسره کیدو سره مخالفت ښودلی وو. دغه مقاله چې د دې سازمان مرستیالې پټرشیا ګاسمن او د جنوبي اسیا د څانګې یوې څیرونکې فرشته عباسي په ګډه خپره کړې همداراز پکې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال دمخه بهرنیو مرستو ته د افغانانو اتکا، د مرستو کمیدل، بندیزونه، واک ته د طالبانو د ستنیدلو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د ځینو هیوادونو له خوا د افغانستان بانکي سیستم باندې لګیدلي محدودیتونو دغه هیواد د اقتصادي او انساني بحران سره مخ کړی دی.