د پاکستان د بهرنیو وزارت وايي چې په دغه هیواد کې د میشتو قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنیدلو پلان د ځنډیدلو پریکړه نه شوې او کابینې یوازې د «پي او ار» په نوم د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسیدانې موده د یو بل کال لپاره غځولې ده.

ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۱۱ مه نېټه اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو دایستلو لومړی پړاو لا هم روان دی او په ترڅ کې یې په زیات شمیر کډوال له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.

دا په داسې حال  کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ پاکستان ته ددغې کمیشنرۍ د عالي کمیشنر فیلیپو ګراندې درې ورځینی سفر پای کې د سه شنبې په ورځ د جولای په ۹ مه نېټه وویل چې اسلام اباد د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د جبري ستنیدلو بهیر د بشر دوستانه دلایلو له مخې وځنډوه.

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې ښاغلي ګراندې له پاکستان څخه د بهرنیو کډوالو د شړلو د بهیر د ځنډولو له امله چې په دغه هیواد کې په غیر قانوني توګه اوسیږي مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ په لسګونه افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په خپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته ستنېږي.